کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د عامې روغتیا وزارت مسوولینو نن دوشنبې د وري ۲۰مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په نشهیي توکو روږدو ۱۵۰ تنه معتادین چې درملنه یې شوې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته د تخنیکي او مسلکي زدهکړو لپاره ور وپېژندل شول.
د مسوولینو په وينا، دغه کسان چې د عامې روغتيا وزارت له خوا يې درملنه شوې او روغ شوي دي، د فني او مسلکي زده کړو لپاره به د کار او ټولنيزو چارو وزارت ورپېژندل شوي او د څلورو مياشتو لپاره به په پنځو بېلابېلو څانګو کې وروزل شي.
د ایرنا د راپور له مخې د امریکا په مشرۍ د ناټو له خوا د افغانستان د شل کلنې نیواک سره سم څه د پاسه پنځه ملیونه هېوادوال په نشه يي توکو روږدی شول او د هغو د ټولولو او درملنې بهیر د افغانستان د سرپرست دولت له رامنځته کېدو سره پیل شو .
د پیغام پای/
Your Comment